کورپاڼه / تجارتي ليګونه / په آی پي ایل کې ترټولو ډېرې شپږیزې چا وهلي دي؟

په آی پي ایل کې ترټولو ډېرې شپږیزې چا وهلي دي؟

د هند سترې سوداګریزې سیالۍ (آی پي ایل) چې د نړۍ له سترو سیالیو څخه ګڼل کېږي او د کرکټ مینوالو له لېوالتیا سره مخ کېږي. دغه لوبې د سترو شاټونو له مخې هم خورا مشهورې دي.

دغه لوبې د نړیوالو لوبغاړو لپاره هم خورا مهمې دي او ددې لوبو پرمهال نړیوال کرکټ نه کېږي. ددې لوبو یوه ستره برخه شپږیزې هم دي او موږ به په دې لیکنه کې هغه لوبغاړي درپیژنو چې هغوی ډېرې شپږیزې وهلي.

سریلانکایي لوبغاړی جیسورا په ۲۰۰۸ کال ۳۱ ترټولو ډېرې شپږیزې وهلې وې او په ۲۰۰۹ کال استرالیایي لوبغاړي ادم ګیل کریس ۲۹ او په ۲۰۱۰ کال بیا اوتاپا ۲۷ او ۲۰۱۱ کال ویسټ انډیزي کریس ګیل ۴۴ شپږیزې وهلې وې.

په ۲۰۱۲ کال بیاهم کریس ګیل ۵۹ او په ۲۰۱۳ کال کې هم نوموړي ترټولو ډېرې ۵۱ شپږیزې وهلې وې. په ۲۰۱۴ کال بیا استرالیایي لوبغاړي ۳۶ او په ۲۰۱۵ کال کریس ګیل ۳۸ شپږیزې وهلې وې.

دغه راز په ۲۰۱۶ کال ویرات کوهلي ۳۶، په ۲۰۱۷ کال میکسویل ۲۶، په ۲۰۱۸ کال ریشب پنټ ۳۷، په ۲۰۱۹ اندري رسل ۵۲ او په ۲۰۲۰ کال ایشان کېشان ۳۰ ترټولو زیاتې شپږیزې وهلې وې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …