کورپاڼه / جالب / پر ټولنیزو رسنیو د سپي د توپ نېونې یا فیلډینګ ویډیو لاس په لاس کېږي

پر ټولنیزو رسنیو د سپي د توپ نېونې یا فیلډینګ ویډیو لاس په لاس کېږي

په ایرلېنډ کې د ښځینه لوبډلو ترمنځ لوبې روانې دي، ددې لوبو یوه په زړه پورې صحنه د کامرې برخه ګرځېدلې چې په تولنیزو رسنیو کې د خلکو د ساتیري سبب ګرځېدلی.

دا په زړه پورې وېډیو د ایرلېنډ د یوې سیمې ده، چېرته چې د شل اوریزو لوبو یوه سیالي ترسره کېده او دوه لوبډلې بریډي کلب او سي ایس این آی سره مخ وې، په دې دوران کې لوبغالي ته سپی داخل شو.

په ویډیو کې لېدل کېږي، چې ښځینه لوبغاړې توپ وهنه کوي او څنګه چې توپ ووهي، یو سپی میدان ته راشکته شي او له توپ نېونکې وړاندې توپ په خوله کې ونیسي او منډه کړي.

د سپي په کتو توپ نېونکې حیرانېږي او د سپي نېولو لپاره منډه کړي خو بریالۍ نه شي. دغه هلته موجود کس هم د سپي په نېولو بربالی نه شي.

له دې وروسته سپی د توپ وهنې ځای ته لاړ شي او هلته یو لوبغاړي ته توپ ورکړي. دغه په زړه پورې ویډیو تر اوسه پورې په زرګونه ځلئ کتل شوې او لاهم په تېزۍ سره لاس په لاس کېږي.

 

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …