کورپاڼه / هنر او کلتور / دپیکا پاډوکون: په ۲۰۱۴ کال مې غوښتل چې ځانوژنه وکړم

دپیکا پاډوکون: په ۲۰۱۴ کال مې غوښتل چې ځانوژنه وکړم

د هندي سینما یا بالیووډ مخکښې او ښکلې اداکارې او موډلې دپیکا پاډوکون ویلي چې په ۲۰۱۴ کال یې د ژور خپګان په سبب د ژوند کولو هیله ختمه شوې وه.

د ټولنیزو رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي چې دپیکا پاډوکون یوې هندي رسنۍ سره خبرې کړي او هغوی سره یې د ژور خپګان ناروغۍ په اړه خبرې کړي.

هغې ویلي چې ژور خپګان د سرطان او شکر په څېر یوه ناروغي ده، په ۲۰۱۴ کال پرې اخته شوم او زړه مې غوښتل چې له کوره ونه وځم، چاسره ونه وینم او هیڅ هم ونه وکړم. ما داسې ګڼله چې زه هیڅ موخه نه لرم او یو وخت داسې هم راغی چې غوښتل مې ځان ووژنم.

باید یاده کړم چې دپیکا پاډوکون، چې د بالیووډ سربېره یې په موډلینګ کې هم شهرت لري او هالیووډ یې هم کار کړی، په ۲۰۱۴ کال د (هپي نیو اییر) پرمهال په ژور خپګان اخته شوې وه.

دپیکا وایي چې زه د (هپي نیو اییر) په شوټنګ اخته وم او د شوټنګ پرمهال به بیا بیا ځلې ما په پټه په زوره زوره ژړل او ماته ددې لامل هم نه و معلوم چې زه ولې ژاړم.

دا هم ولولئ

نرګس فخرې له اودی چوپړا سره په نږدې اړیکو چوپتیا ماته کړه

امریکایي نژاده د بالیووډ اداکاره نرګس فخري له اداکار او پروډیوسر اودی چوپړا سره پر …