کورپاڼه / خبرونه / افغان ملي لوبډله په کابل کې د اصغر افغان تر مشرۍ لاندې یو تمریناتي کیمپ ترسره کوي

افغان ملي لوبډله په کابل کې د اصغر افغان تر مشرۍ لاندې یو تمریناتي کیمپ ترسره کوي

د افغانستان ملي لوبډله، چې څو ورځې وړاندې د نړیوال شل اوریز جام لپاره اعلان شوه، په کابل کې د اصغر افغان تر مشرۍ لاندې یو تمریناتي کیمپ ترسره کوي.

دا کیمپ، چې تقریباً یوه میاشت به دوام ولري، د نړیوال لپاره د غوره چمتوالي په موخه ترسره کېږي، چې د اعلان شوې لوبډلې ټول لوبغاړي به پکې ګډون ولري او کورني روزونکې به یې هم برخه وي.

لکه څنګه چې لوبډلمشر محمد نبي، مرستیال لوبډلمشر نجیب ځدران او پخوانی لوبډلمشر راشد خان له هېواد څخه بهر دي، په همدې سبب به اصغر د تمریناتي کیمپ مشر وي.

په دې کیمپ کې به د لوبغاړو په توپ وهنې، توپ اچونې او توپ نېونې کار وشي او د شل اوریز لوبو مهارتونه چې چټکه توپ وهنه او نور پکې شامل دي، کار وشي او لوبډله به نړیوال جام ته چمتو کړي.

لکه څنګه، چې ټولو لوبډلو ته د اکتوبر تر لسمې نېټې پورې د نهایي پنځلس کسیزې لوبډلې ټاکلو ته وخت ورکړل شوی، نو له یاد کیمپ څخه به پنځلس کسیزه لوبډله او درې احتیاطي لوبغاړي وټاکل شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …