خپلواک وېبپاڼه (٢٩ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ په يوازينۍ ټېسټ لوبه کې ويسټ انډيز په دريمه ورځ افغان لوبډلې ته په ٩ ويکټو ماته ورکړه او د افغانستان سره په خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه کې يې بريا خپله کړه.
د لوبې په پيل کې ويسټ انډيز پچه وګټله او لومړى يې د افغانستان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ١٨٧ منډې وکړې، چې جاوېد احمدي ٣٩، حمزه هوتک ٣٤، افسر ځاځي ٣٢ او احسان الله جنت ٢٤ منډې ترلاسه کړې.
د ويسټ انډيز له لوري بيا راهکيم کورنوال په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٧ افغان لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز جېسن هولډر ٢ او جوميل واريکان ١ ويکټ ترلاسه کړه.
په ځواب کې يې ويسټ انډيز په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ٢٧٧ منډې ترلاسه کړې چې په افغانستان يې د ٩٠ منډو برتري ترلاسه کړه. د دوى له ډلې شماره بروکس ١١١ او جان کېمبل ٥٥ منډې ترلاسه کړې.
د افغانستان له لوري حمزه هوتک په زړه پورې توپ اچونه ترسره او په خپله لومړۍ لوبه کې يې ٥ ويسټ انډيزي لوبغاړي وسوځول. همدا راشد خان ٣ او ظاهر خان ٢ ويکټې ترلاسه کړې.
افغانستان په خپله دويمه پاڼۍ کې ١٢٠ منډې وکړې چې جاوېد احمدي ٦٢، ابراهيم ځدراڼ ٢٣ او ناصر جمال ١٥ منډې وکړې، چې په دې سره يې د ويسټ انډيز لوبډلې ته د ٣١ منډو هدف وټاکه.
د ويسټ انډيز له لوري راهکيم کورنوال، روسټون چېس او جېسن هولډر ٣-٣ لوبغاړي وسوځول.
د ٣١ منډو هدف د ويسټ انډيز لوبډلې په ٩ ويکټو پوره کړ او افغانستان ته يې د ټېسټ لوبې په دريمه ورځ ماته ورکړه. جان کېمبل ١٩ ناسوځېدلې، کرېګ برېتوېټ ٨ او شاى هوپ ٦ ناسوځېدلې منډې وکړې.
حمزه هوتک په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې په يوه پاڼۍ کې ٥ ويکټې ترلاسه کړې او په لوبه کې يې بيا ٦ لوبغاړي وسوځول. همدا راز جاوېد احمدي لومړنى افغان لوبغاړى شو چې د ويسټ انډيز پر وړاندې يې پنځوسيزه ووهله. په دغه لوبه کې ناصر جمال او حمزه هوتک د افغانستان لپاره خپله لومړنۍ لوبه ترسره کړه.
دا د افغانستان څلورمه لوبه وه، چې له ويسټ انډيز يې ماته وخوړه. تر دې مخکې افغانستان په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې له هند ماته خوړلې وه، په دويمه او دريمه ټېسټ لوبه کې يې بيا د ايرلېنډ او بنګله دېش لوبډلو ته ماتې ورکړې وې.
د يادولو ده چې د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د درې يو ورځنيو، درې شل اوريزو او يوازينۍ ټېسټ لوبې سيالۍ پاى ته ورسېدې، چې په يو ورځنيو لوبلړۍ کې ويسټ انډيز په ٣-٠ او په شل اوريزه لوبلړۍ کې افغانستان په ٢-١ سره بريا خپله کړې وه او يوازينۍ ټېسټ لوبه ويسټ انډيز په خپل نوم کړه.