کورپاڼه / خبرونه / عزیزالله فضلي: تر اوسه د ښځو کرکټ په اړه پرېکړه نه ده شوې

عزیزالله فضلي: تر اوسه د ښځو کرکټ په اړه پرېکړه نه ده شوې

د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست عمومي رییس عزیز الله فضلي ویلي دي، چې نوي حکومت تر اوسه پورې د ښځو د کرکټ په اړه پرېکړه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې استرالیا کرکټ بورډ څو ورځې وړاندې له افغانستان سره د یواځینۍ ټیسټ لوبې د لغوه کېدو ګواښ وکړ او ویې ویل که چېرته په افغانستان کې د ښځو کرکټ ته اجازه ورنه کړل شي نو دوی به لوبه لغوه کړي.

خو عزیزالله فضلي بیا پخپل بیان کې ویلي دي، چې دوی تمه لري چې په دسمبر کې به د افغانستان نارینه کرکټ لوبډله به د استرالیا پر وړاندې لوبه ترسره کړي.

وروسته له هغې چې جمهوریت پرېوت او پرځای یې نوی نظام رامنځته شو، په هېواد کې د ښځو لوبې له بحث لاندې دي او نوی نظام اجازه نه ورکوي چې لوبو ته دوام ورکړي.

د کلتوري کمیسیون مرستیال اح.مدالله وث.یق ویلي ول، چې فکر نه کوي چې ښځو ته دې د کرکټ لوبو کولو اجازه ورکړل شي، ځکه چې د لوبې پرمهال یې بدن یا مخ څرګندیږي چې دا مناسبه کړنه ده.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …