کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سویلي افریقا په دویمه شل اوریزه لوبه کې هم سریلانکا ته ماتې ورکړه

سویلي افریقا په دویمه شل اوریزه لوبه کې هم سریلانکا ته ماتې ورکړه

د سریلانکا او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو په دویمه لوبه کې سویلي افریقا، سریلانکا ته ستره ماتې ورکړه.

دغه لوبلړۍ چې د سریلانکا په کوربتوب په کولمبو کې ترسره کېږي. ددې لوبې پچه سریلانکا وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۰۳ منډې وکړې.

د سریلانکا لخوا کوشال پریرا ۳۰ بنوکا راجافکسا ۲۰ منډې وکړې. د سویلي افریقا له لورې تبریز شمسي او ادین مارکرام درې-درې، بجرن پارټین دوه، انریچي نارتجي او کیشو مهراج یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د ۱۰۴ منډو هدف د سویلي افریقا لوبډلې ډېر په آسانۍ په ۱۴.۱ اورونو کې د یوې ویکټې په زیان پوره کړ او په دې سره یې سریلانکا ته په نهو ویکټو او ۳۵ توپونو ستره ماتې ورکړه.

د افریقا له لورې کوانټن ډیکاک ۵۸ او ادین مارکرام ۲۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. د سریلانکا لخوا وانیندو هسرنکا یوه ویکټ ترلاسه کړه. په دې سره سویلي افریقا د ۲-۰ پر وړاندې لوبلړۍ پخپل نوم کړه.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …