کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د کرابین لیګ ۲۹مه لوبه د نوین الحق لوبډلې وګټله

د کرابین لیګ ۲۹مه لوبه د نوین الحق لوبډلې وګټله

د کرابین لیګ په ۲۹مه لوبه کې د نوین الحق لوبډله (ګیانا امازون) او جمیکا تالاواس سره مخ شول، چې د ګیانا امازون لوبډلې پکې بریا خپله کړه.

ددې لوبې پچه د ګیانا امازون لوبډلې وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه، چې په ټاکل شل اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۲ منډې وکړې.

د ګیانا له لورې رومایرو شیفیرډ ښه توپ وهنه وکړه او ۷۲ ناسوځېدلې منډې یې وکړې. د جمیکا لخوا بیا عماد وسیم درې، کریس ګرین او اندري رسل دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

جمیکا تالاواس د ۱۴۳ منډو هدف په تعقیب ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او په ۱۷.۱ اورونو کې یې ۱۲۸ منډې وکړې، چې په دې سره یې په ۱۴ منډو ماتې وخوړه.

د جمیکا لخوا چدواک ویلټن ۲۰ او کریس ګرین ۳۱ منډې وکړې. د ګیانا له لورې رومایرو شیفیرډ او اودین سمیت درې-درې، عمران طاهر دوه، نوین الحق او چندرپال مهراج یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. د لوبې غوره لوبغاړی شیفیرډ وټاکل شو.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …