کورپاڼه / روغتيا / نوې څېړنه: د زیتونو خوراک ولې اړین وي؟

نوې څېړنه: د زیتونو خوراک ولې اړین وي؟

زیتون، که په تور رنګ کې وي یا شین رنګ کې، دواړه یې بې شمېره ګټې لري. زیتون په بېلابېلو خوړو کې هم استعمالېږي، چې نه یوازې خوند یې ښه کوي بلکې پر روغتیا مثبتې اغېزې هم پرېباسي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې تور رنګ زیتون د ویټامین ای لرونکې وي او ویټامین ای د سترګو لپاره ګټور وي چې د سترګو د دید یا نظر ستونزې تر ډېره حده پورې حلوي.

که چېرته هره ورځ یو څو دانې د تورو زیتونو دانې وخوړو نه یوازې ویښته به مو ښکلي کړي، بلکې له پوستکي به مو داغونه او خاپونه هم ورک شي او د درد لپاره هم ګټور ګڼل کېږي.

د تور زیتون دانې د درد په ختمولو کې دومره ګټورې وي، لکه څومره چې د درد ضد ګولۍ اغېز لري. دغه راز زیتون د ګلیسترول او ګلوکوز کچه هم په اغېزمن ډول کموي او د شکر لپاره ګټور وي او د وینې شریانونو ستونزه هم حلوي.

خو روغتیایي کارپوهان وایي له تورو زیتونو څخه په اعتدال سره کار واخلئ او د ګټو د ترلاسي او وزن کمولو لپاره له پنځو دانو څخه ډېر مه خورئ.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …