کورپاڼه / هنر او کلتور / کرینه کپور د زوی له زېږون اوه میاشتې وروسته بېرته کار ته ستنه شوه

کرینه کپور د زوی له زېږون اوه میاشتې وروسته بېرته کار ته ستنه شوه

د هندي سینما یا بالیووډ مخکښې اداکارې کترینه کیف د خپل دویم زوی جهانګیر علي خان له زېږون اوه میاشتې وروسته بېرته خپل کار ته ستنه شوه.

کرینه کپور پر د انستاګرام پر سټورۍ د خپل میک آپ کولو د ځای ځینې عکسونه خپاره کړي، چې په هغې کې داسې ښکاري چې کرینه به د شوټنګ لپاره تیاری کوي.

هغې له عکسونو سره ترڅنګ دا هم ویلي دي، چې هغه (لال سینګ چډا) په شوټنګ بوخته ده او هغه به له خپلو ګرانو ملګرو یا همکارانو سره یوځای راستنه شوې ده.

د یادولو وړ ده چې د ادویت چندن په لارښوونه جوړېدونکې (لال سینګ چډا) فلم کې کرینه کپور له مخکښ ستوري اداکار عامر سره د فلم مرکزي رول ولوبوي.

دغه فلم به د روان کال په دسمبر کې خپور شي، چې د عامر خان مینوال یې ډېر زیات په تمه دي. دا هم باید ووایم چې کرینه کپور له سیف علي خان سره په ۲۰۱۲ کال واده وکړ، د ۲۰۱۶ کال په دسمبر کې یې لومړی زوی او د روان په فبرورۍ کې یې دویم زوی وزېږېده.

دا هم ولولئ

نرګس فخرې له اودی چوپړا سره په نږدې اړیکو چوپتیا ماته کړه

امریکایي نژاده د بالیووډ اداکاره نرګس فخري له اداکار او پروډیوسر اودی چوپړا سره پر …