کورپاڼه / هنر او کلتور / نرګس فخرې له اودی چوپړا سره په نږدې اړیکو چوپتیا ماته کړه

نرګس فخرې له اودی چوپړا سره په نږدې اړیکو چوپتیا ماته کړه

امریکایي نژاده د بالیووډ اداکاره نرګس فخري له اداکار او پروډیوسر اودی چوپړا سره پر څو کلونو نږدې اړیکو بالاخره چوپتیا ماته کړه.

نرګس فخري له اي ټایمز سره په تازه مرکه کې منلې ده، چې هغه او اودی چوپړا له پنځو کلونو راهیسې سره نږدې اړیکې لري. هغه زیاتوي چې په هند کې د اودی چوپړا په څېر ښکلی انسان یې نه دی موندلی، ما په دې اړه رسنیو سره څه نه دي ویلي ځکه خلکو مشوره راکوله چې دا خبره پټه وساته.

نرګس فخري وایي چې زه اوس افسوس کوم چې نن د غره پر څوکه ولاړه یم او خلکو ته وایم چې زما اړیکه له څومره ښکلي انسان سره وه. هغه وایي چې انټرنیټ او ټولنیزه رسنۍ بالکل دروغ دي او هغه څوک چې یې کارووي خو په رښتیا نه پوهېږي او موږ ډېر وخت له هغه چاسره مینه کوو چې هغه په اصل کې بد وي.

د یادولو وړ ده چې د نرګس فخري او اودی چوپړا د مینې راپورونه له ۲۰۱۴ کال څخه پیل شوي، خو هغه وخت دواړو دغه ډول راپورونه ردول، خو له اوږدې مودې وروسته دواړه سره بېل شول او بیا په رخصتیو کې یوځای لېدل شوي ول.

نرګس فخري په ۲۰۱۶ کال په ناڅاپي ډول له هندي سینما او هند څخه مخه ښه وکړه او امریکا ته لاړه او له هماغه راهیسې په امریکا کې اوسېږي، چې لامل یې هم له اودی چوپړا سره ناکامه مینه وه.

دا هم ولولئ

د کرشنا ابیشیک میرمن د ګووینده میرمنې خبرو ته سخت غبرګون ښودلی

له کله راهیسې چې د هندي سینما مخکښ اداکار ګووینده او د هغه میرمن سونیتا …