کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د کرابین لیګ ۳۰مه لوبه د کېټس پاټوریټس لوبډلې وبایلله

د کرابین لیګ ۳۰مه لوبه د کېټس پاټوریټس لوبډلې وبایلله

د کرابین لیګ په ۳۰مه لوبه کې کېټس پاټوریټس او ټرېنیباګو نایټ رایډرز لوبډلې سره مخ شوې، چې ټرېنیباګو لوبډلې پکې بریا خپله کړه.

ددې لوبې پچه د ټرېنیباګو نایټ رایډرز لوبډلې وګټله او کېټس پاټوریټس ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه او هغوی په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۷ منډې وکړې.

د کېټس پاټوریټس لخوا جوشوا ډي سلوا ۵۰، شیرفین روترفورډ او ډیوین براوو ۲۵-۲۵ منډې وکړې. د ټرېنیباګو لخوا علي خان درې، ایسرو اوډانا دوه، عقیل حسین او روي رامپال یوه-یوه ویکټ واخېسته.

د ۱۴۸ منډو هدف د ټرېنیباګو له لورې په ۱۹ اورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړه او کېټس پاټوریټس ته یې په څلور ویکټو او شپږو توپونو ماتې ورکړه.

د ټرېنیباګو لپاره کیرون پولارډ ۵۱ او ایسرو اوډانا ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې. د کېټس پاټوریټس لخوا فواد احمد دوه، نسیم شاه، فیبن ایلن، روس جاګیسر او دومینک ډرکس یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. پولارډ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …