کورپاڼه / خبرونه / برینډن ټایلر نن ورځ خپله وروستۍ نړیواله لوبه کوي

برینډن ټایلر نن ورځ خپله وروستۍ نړیواله لوبه کوي

د زمبابوې مخکښ لوبغاړي برینډن ټایلر پرېکړه کړې، چې له اوولس کلونو کرکټ کولو وروسته نن ورځ دوشنبه خپله وروستۍ نړیواله لوبه د ایرلېنډ پر وړاندې ترسره کړي.

برینډن ټایلر په ۲۰۰۴ کال د زمبابوې لپاره کرکټ پیل کړ او له هماغه راهیسې د یادې لوبډلې له کلیدي لوبغاړو څخه ګڼل کېږي. ټایلر د یوه ورځنیو لوبو یو غوره لوبغاړی ګڼل کېږي

هغه په ۲۰۴ یوه ورځنیو لوبو کې ۶۶۷۷ منډې جوړې کړی، چې په دې کې ۱۱ سلیزې هم شاملې دي، چې دا د یو زمبابویي لوبغاړي په ترټولو ډېرې منډې دي.

برینډن ټایلر له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۴ کاله پورې د زمبابوې لوبډلمشر هم پاتې شوې او په ۲۰۱۵ کال د نړیوال په سیالیو کې د زمبابوې لپاره ډېر ښه تمام شو، بیا له هغې وروسته د څه مودې لپاره له لوبډلې لېرې پاتې شو او د روان کال په لومړیو کې هم لوبډلمشر شوی و.

نوموړي په ۳۴ ټیسټ لوبو کې هم برخه اخیستې او ۲۳۲۰ منډې یې جوړې کړي. دغه راز په ۴۵ شل اوریزو لوبو کې یې ۹۳۴ منډې لري.

دا هم ولولئ

ويراټ کهولي له شل اوریز نړیوال جام وروسته لوبډلمشري پرېږدي

د منډو په ماشين مشهور لوبغاړی ويراټ کهولي تر شل اوریز نړیوال جام وروسته د …