کورپاڼه / تجارتي ليګونه / رحمن الله ګربز هم د نیپال (ایورېسټ) لیګ کې واخیستل شو

رحمن الله ګربز هم د نیپال (ایورېسټ) لیګ کې واخیستل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه ویکټ ساتونکی او چټک توپ وهونکی رحمن الله ګربز هم د نیپال په ایورېسټ لیګ (EPL) کې واخیستل شوه.

له دې وړاندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي محمد شهزاد، کریم جنت او عظمت الله عمرزی هم په یاد لیګ کې اخیستل شوي ول.

روان کال د ایورېسټ لیګ څلورم پړاو ترسره کېږي، چې محمد شهزاد او کریم جنت دواړه چیټون ټایګرز لوبډلې، عظمت الله عمرزی له للیتپور پاتروتز او رحمن الله ګربز به له کتماندو کینګز لوبډلې سره یوځای شي.

د ایورېسټ له دې وړاندې درې پړاو ترسره شوی او سږ کال به یې څلورم پړاو د سپتمبر میاشتې له ۲۵مې پیل شوې او د اکتوبر په ۹مه نېټه به پای ته ورسېږي، چې ټولې شپږ لوبډلې به یې برخه وي.

په دې لیګ کې د نړۍ یو شمېر نور مشهور لوبغاړي هم لوبېږي، چې تر اوسه پورې د شاهد افریدی، کریس ګیل، کیون اوبراین، تیم اقبال او نورو د لوبېدو راپورونه خپاره شوي دي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …