کورپاڼه / خبرونه / ټیم پېن، د افغانانو آزار وواهه، سبا د ورمېږ عملیات کوي

ټیم پېن، د افغانانو آزار وواهه، سبا د ورمېږ عملیات کوي

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی او ددې لوبډلې مشر ټیم پېن، چې د افغانستان کرکټ لوبډلې په اړه منفي څرګندونې کړې وې، سبا سې شنبه د ورمېږ عملیات کوي.

ټیم پېن ویلي ول، چې د کرکټ نړیواله شورا ولې په نړیوال جام کې افغان لوبډلې ته اجازه ورکړی، په داسې حال کې چې ممکن ډېرې لوبډلې افغانستان سره لوبې ونه کړي.

د معلومات پر اساس ویل کېږي، چې ټیم پېن تېره اوونۍ د ورمېږ او لاس درد په سبب ونه شو کولی، چې تمرینات ترسره کړي، همدا و چې هغه ته ډاکتر د عملیاتو مشوره وکړه، چې سبا سه سنبه به عملیات وکړي.

تمه کېږي چې ټیم پېن به د نومبر په میاشت کې بېرته لوبډلې ته ستون شي او له انګلستان سره د ټیسټ لوبو لپاره چې په ډسمبر کې چمتوالي ونیسي.

نو که چېرته د افغانستان او استرالیا ترمنځ ټیسټ لوبه ترسره شي، چې اوسمهال په شک کې ده، نو ټیم پېن به د استرالیا د لوبډلې برخه نه وي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …