کورپاڼه / روغتيا / له نا آرامۍ څخه د ژغورنې آسانه طریقه

له نا آرامۍ څخه د ژغورنې آسانه طریقه

ورزش کول که له یوې خوا ګڼې بدني ګټې لري او له بېلابېلو ناروغیو څخه مو خوندي ساتي، ترڅنګ یې دغه عادت له ذهني ناروغیو څخه د ژغورنې لپاره هم ګټور وي.

د لیونډ پوهنتون له لورې په ترسره شوې څېړنه کې ویل شوي، چې ورزش کول د ذهنۍ فشار او نا آرامۍ څخه، چې په طبي ژبه ورته نزایټي وایي، خوندیتوب رامنځته کوي.

د یوې اندازې له مخې د نړۍ لس سلنه نفوس له نا آرامۍ څخه کړېږي، چې په دې کې ډېرې ښځې شاملې دي. له دې وړاندې هم فکر کېده چې ورزش د نا آرامۍ په کمولو کې مرستندویه تمامېږي.

څېړونکې وایي چې په نارینه او میرمنو دواړو کې که چېرته دوی متحرک ژوند ولري نو د نا آرامۍ خطر یې کموي. دغه راز ښځینه او نارینه لوبغاړي هم تر ډېره له نا آرامۍ څخه خوندي وي.

یعنې هغه میرمنې چې هغوی په بدني ډول متحرک نه وي، په هغوی کې د نا آرامۍ خطر تر سل سلنو پورې ډېرېږي. نو اړینه ده چې هره ورځ ورزش وکړو.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې ژور خپګان مو کمولی شي

که چېرته تاسې د ژوند له ستونزو څخه اندیښمن یاست، نو باید په دې هم …