کورپاڼه / بېلا بېل / که چېرته مو پر څېره یا تندي داغ وي نو په دې ډول یې ختم کړئ

که چېرته مو پر څېره یا تندي داغ وي نو په دې ډول یې ختم کړئ

په ماشومتوب کې ډېری ماشومان د خپلو شوخیو او شیطانیو په سبب زخمي کېږي، چې بیا هماغه زخم یې ژور داغ یا نښه پرېږدي، که چېرته دغه نښه د بدن په کومه بله برخه وي نو هیڅ باک نه کوي.

خو که چېرته پرمخ یا تندي وي، نو ډېر بد معلومېږي. ددې نښې یا داغ د ختمولو لپاره خلک ډېره هڅه او خواري کوي خو بیاهم نه ختمېږي، نو موږ دلته تاسو ته یو څو طریقې درښیو.

که چېرته د کوم شخص پر تندي یا څېره داغ یا نښه وي، نو کولی شئ چې د عملیاتو په مرسته داغ ختم کړئ. دا عملیات د لیزر په مرسته ختمېږي، چې بیه یې هم لوړه نه ده.

کورنۍ طریقه داده، چې کوم ځای زخمي شي نو په هغه ځای د کورکمن ترکیب پورې کړئ، نو هغه به ډک شي او زخم به یې ښه شي.

د عام زخم لپاره په دوکانونو کې طبي بوټي پیدا کېږي، چې دغه بوټي میده کړئ، پوډر ترې جوړ کړئ او د زیتونو تېل ور واچوئ او پر زخم یې ووهئ نو داغ به یې ورک شي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …