کورپاڼه / اسلام / په احادیثو کې د خرما او بادرنګو په اړه څه راغلي دي

په احادیثو کې د خرما او بادرنګو په اړه څه راغلي دي

ډېر شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې زموږ بدن څلویښت سلنه اوبه له بېلابېلو خوراکي توکو لاسته راوړي، چې په دې سبزیجاتو کې بادرنګ په لومړي سر کې ځای لري.

بادرنګ د اوړي په موسم کې د بدن تودوخې تودوخې د کمولو ترڅنګ د بدن اوبه هم پوره ساتي او منرالونو، ویټامینو او نورو توکو شتون یې د روغتیا لپاره غوره ټاکنه ده او د معدې لپاره ګټور ګڼل کېږي.

بادرنګ د غذایي توکو په لرلو سره د بدن پیاوړتیا ډېروي او د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې مقابله کوي. لکه څنګه چې بادرنګ په لږه اندازه کالوري لري، چې د وزن په کمولو کې مرسته کوي.

حضرت عبدالله بن جعفر بن ابي طالب رضي الله عنه وایي چې ما رسول الله صلی الله علیه وسلم له خرما سره د بادرنګو په خوراک لېدلی دی.

امي عایشه صدیقه رضي الله عنها روایت کوي، که چېرته بادرنګ له خرما سره یوځای استعمال کړو نو بدن ته مو پیاوړتیا وربخښل کېږي.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …