کورپاڼه / خپلواک / ډېر زیات وزګار ګرځېدل پر شخصیت منفي اغېزې کوي

ډېر زیات وزګار ګرځېدل پر شخصیت منفي اغېزې کوي

ورځنیو بوختیاوو تقریباً ټول په ذهني او بدني ډول ستړي کړي او د وزګار کېدو وخت یې رانه اخیستی. د وزګارتیا په اړه ویل کېږي، څومره چې ډېر وزګار یو، په هماغه اندازه مو د شخصیت لپاره ګټور وي.

خو دا خبره پر حقیقت ولاړه نه ده بلکې د زیان رسولو امکان یې ډېر دی. د یوې څېړنې پر اساس ویل کېږي چې په ورځ کې له دریو ساعتونو ډېره وزګارتیا پر ذهن منفي اغېز کوي او تر اوو ساعتونو وزګارتیا خلکو ته ځان هم بد ښکاره کوي.

څېړونکو د وزګار وخت او خوښۍ ترمنځ د یو ادلون، بدلون اړیکه موندلې او که چېرته د وزګارتیا وخت کم هم وي نو منفي اغېزې لرلی شي او که چېرته یو څوک ډېر وخت هم وزګار وي نو بیا یې هم پر شخصیت منفي اغېزې کوي.

څېړونکې وایي چې په بنسټیز ډول د وزګارتیا وخت ډېر اهمیت لري، نو که چېرته یې موخه مثبته وي نو پر شخصیت مثبتې اغېزې لري.

څېړونکې منلې ده چې د څېړنې ځینې اړخونه محدود دي او دا هم مهمه نه ده چې ډېر فارغ وخت تېرول دي په هر سړي یو ډول اغېزې ولري.

دا هم ولولئ

د مخ داغونه به څه ډول ختموو؟ آسانه طریقه یې دلته ولولئ

پر پوستکي یا مخ د داغونو یا خاپونو او ګونځو پیدا کېدل، د مخ زړه …