کورپاڼه / هنر او کلتور / د کرشنا ابیشیک میرمن د ګووینده میرمنې خبرو ته سخت غبرګون ښودلی

د کرشنا ابیشیک میرمن د ګووینده میرمنې خبرو ته سخت غبرګون ښودلی

له کله راهیسې چې د هندي سینما مخکښ اداکار ګووینده او د هغه میرمن سونیتا آهوجا د کپل شرما خپرونې ته تللي، له هماغه راهیسې په کورنۍ کې جنجالونه سر راپورته کړی.

کله چې ګووینده او سونیتا د کپل شرما خپرونه کې میلمانه شوب، نو د ګووینده خوریه تکړه کومیډن کرشنا ابیشیک له خپرونې لاړ. هغه وویل چې دا به غوره وي چې هغه لاړ شي ځکه دواړه کورنۍ په یوځای په سټیج نه شي کېناستلی.

د دواړو کورنیو ترمنځ جنجال هغه وخت ډېر شو کله چې د ګووینده میرمنې د کرشنا ابیشیک پر وړاندې څرګندونې وکړې او له خبرو یې د سولې یا روغې جوړ څه نه ښکاره کېدل.

له یو هندي چینل سره سره د کرشنا ابیشیک میرمنې کشمیرا خبرې کړي او ویلي دي که رښتیا ووایم نو په دې ټول جنجال کې د دوه پیسو زړه راښکون هم نه لرم. هغه وایي چې دوی له پنځو کلونو راهیسې زما په ژوند کې نشته او په اړه یې خبرې نه کوم، کنه ښه ځواب یې لرم.

کشمیرا ویلي چې سونیتا وایي چې کرشنا وړتیا نه لري، چې ددې مطلب دادی چې هغه وړتیا نه پېژني. ګووینده او سونتیا هغه وخت هم موږ ته رانغله چې زموږ اولاد وزېږېده نو هغوی د خپلې کورنۍ غړي نه ګڼو.

دا هم ولولئ

نرګس فخرې له اودی چوپړا سره په نږدې اړیکو چوپتیا ماته کړه

امریکایي نژاده د بالیووډ اداکاره نرګس فخري له اداکار او پروډیوسر اودی چوپړا سره پر …