کورپاڼه / بېلا بېل / شوق یا مشغله مو علمي او عصبي وړتیاوې ډېروي

شوق یا مشغله مو علمي او عصبي وړتیاوې ډېروي

شوق، په انسان کې علمي او شعوري پرمختګ دوامدار ساتې او ترڅنګ یې د روغتیا او تندرستیا په ساتلو کې هم مهم رول لوبوي.

د یوې څېړنې پر اساس معلومه شوې چې هنر له ذهني او بدني روغتیا سره کلکې اړیکې لري. څېړونکې وایي چې تخلیقي وړتیاوې دماغ او بدن دومره اغېزمنوي چې طبیعت مو آرام ساتي او له خپګان څخه مو ژغوري.

دغه راز علمي وړتیاوې مو هم زیاتوي، له همیشنۍ ناروغیو مو خوندي ساتي او دفاعي سیستم مو پیاوړی ساتي. هغه کسان چې د خپګان یا سختې صدمې څخه تېر شوي، نو شوق ورته حیرانوونکې ګټې لري.

څېړنې ثابته کړې، هغه کسان چې تخلیقي شوق لري په هغوی کې د الزایمر او پارکنسن په څېر د ناروغیو امکان کم وي. هغه کسان چې په منځني عمر کې د لاس کارۍ، ګنډلو، رسامۍ شوق لري، د هغوی عملي وړتیاوې نه ختمېږي.

دغه راز دا هم څرګنده شوې چې په بالغو تخلیق کارو کې علمي وړتیاوې او حافظه پیاوړي وي او په راتلونکې کې د عصبي سیستم له ناروغیو څخه د خوندي ساتلو لپاره اغېزمن وي.

دا هم ولولئ

په تورو مرچو ځان له بده نظره وساتئ

تور مرچ له کورونو څخه د حشراتو په ورکولو، د بد نظر په لېرې کولو، …