کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ یوه ډېره په زړه پورې ځانګړنه رامنځته کوي

وټساپ یوه ډېره په زړه پورې ځانګړنه رامنځته کوي

وټساپ د ټولنیزو رسنیو یو له خورا مشهورو ویبپاڼو څخه دی، چې د پیغام رسونې په برخه کې ترټولو مخکښ اپلیکیشن دی. دا اپلیکیشن د خپلو کاروونکو لپاره وخت نا وخت نوې ځانګړې رامنځته کوي.

د معلومات پر اساس وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره یوه نوې ځانګړنه رامنځته کړې، چې په مرسته به یې کاروونکې غږیز پیغامونه له اورېدو سره لوستلی هم شي.

دا ځانګړنه د هغه کسانو لپاره ده، کوم چې د اورېدو له حس څخه محروم وي او نه شي کولی چې غږیز پیغام ولولئ. نو که چېرته د وټساپ له دې ځانګړې ګټه واخلي نو غږیز پیغام به ولولي.

د معلوماتو پر اساس د غږیز پیغام د اړولو وټساپ یا فیسبوک سرور ته نه لېږل کېږي او نه هم نېغ په نېغه ستاسو پېژاند ښکاره کوي او د اړولو لپاره به له تاسې ځانګړې اجازه واخلي.

کله چې تاسې اجازه ورکړئ نو له هغې وروسته به د اړولو دغه خدمتونه د ګټې اخیستنې وړ وي او کله چې غږیز پیغام پرانېزئ نو یو پیغام به درکوي چې په اوکی کولو سره به د اړولو خدمتونه ترلاسه کړئ.

دا هم ولولئ

په دې موبایلونو کې به جي میل، یوټیوب او نورې مهمې اپلیکیشنې نور کار نه کوي

ګوګل د اندراید کاروونکې په لویه ستونزه کې واچول او پرېکړه یې کړې چې د …