کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ډیلي کپیټلز د کریس ووکس پرځای بین دوارشیس واخیست

ډیلي کپیټلز د کریس ووکس پرځای بین دوارشیس واخیست

د هند په سترو سوداګریزو سیالیو (ای پي ایل) کې انګلستاني لوبغاړی کریس ووکس چې له ډیلي کپیټلز لوبډلې سره لوبېده پرځای استرالیایي لوبغاړی بین دوارشیس واخیستل شو.

څو ورځې وړاندې دوو نورو انګلستانیو لوبغاړو جوني بیرسټو او ډیویډ ملان هم د آی پي ایل په پاتې لوبو کې د نه لوبېدو ویلي ول او پرځای یې شرفین روترفورډ او ایدن مارکرام سره تړون لاسلیک شو.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم نورو لوبغاړو جوفرا آرچر او بین سټوکس د ټپي کېدو او جوش بټلر د آرام لپاره د دمې کولو پرېکړه کړې وه.

د انګلستان کرکټ له یادو لوبغاړو څخه ډیویډ ملان، جوش بټلر، کریس ووکس او جوني بیرسټو د نړیوال جام لپاره د لوبډلې برخه دي، چې د پرلپسې لوبو او سفرونو په سبب سخت ستړي شوي او اوس غواړي چې دمه وکړي.

جوني بیرسټو چې د سنرایز حیدرآباد لوبډلې سره لوبېده، پرځای یې د ویسټ انډیز لوبغاړی شیرفین روترفورډ او د پنجاب کینګز لوبډلې لوبغاړي ډیویډ ملان پرځای د سویلي افریقا ایدین مارکرام سره تړون شوی و.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …