کورپاڼه / خبرونه / پاکستان د نړیوال جام لپاره دوه نوي بهرني روزونکې ونېول

پاکستان د نړیوال جام لپاره دوه نوي بهرني روزونکې ونېول

د پاکستان کرکټ بورډ (PCB) د راتلونکې شل اوریر نړیوال جام لپاره، چې د اکتوبر په ۱۷مه پیلېږي، د آسترالیا پخوانی توپ وهونکي میتیو هیډن او د سویلي افریقا پخواني تیز توپ اچونکی ورنون فیلینډر د روزونکو په توګه وټاکل.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د پاکستانۍ لوبډلې مشر روزونکې مصباح الحق او د توپ اچونې روزونکې وقار یونس په ناڅاپي ډول له خپلو دندو استعفاء وکړه.

لکه چې پاکستانۍ لوبډله د روانې سپتمبر په ۱۷مه نېټه له نیوزیلېنډ سره لوبې پیلوي، نو (پي سي بي) یې پرځای ثقلین مشتاق او عبدالرزاق د لنډ وخت لپاره د روزونکو په توګه وټاکل.

خو اوس یاد کرکټ بورډ، چې رمیز راجا یې مشري کوي، د نړیوال جام لپاره دوه بهرنیو روزونکې هر یو میتیو هیډن او ورنون فیلینډر د روزونکو په توګه وټاکل.

میتیو هیډن د ۱۹۹۴ او ۲۰۰۹ ترمینځ په ۱۰۳ ټیسټ، ۱۶۱ یو ورځنیو او ۹ شل اوریزو لوبو کې د استرالیا استازیتوب کړی او په ترتیب سره یې ۸۶۲۵، ۶۱۳۳ او ۳۰۸ منډې جوړې کړي، چې ۴۰ نړیوالې سلیزې پکې شاملې دي.

ورنون فیلینډر له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۲۰ کاله پورې د سویلي افریقا استازیتوب کوي، چې ۶۴ ټیسټ او ۳۰ یوه ورځینیو لوبو کې ګډون کړی، چې په ترتیب ۲۲۴ او ۴۱ ویکټې اخیستي دي.

دا هم ولولئ

ويراټ کهولي له شل اوریز نړیوال جام وروسته لوبډلمشري پرېږدي

د منډو په ماشين مشهور لوبغاړی ويراټ کهولي تر شل اوریز نړیوال جام وروسته د …