کورپاڼه / خبرونه / رمیز راجا د پاکستان کرکټ د عمومي رییس په توګه وټاکل شو

رمیز راجا د پاکستان کرکټ د عمومي رییس په توګه وټاکل شو

د پاکستان لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او مشهور کمنټیټر رمیز راجا د پاکستان کرکټ بورډ نوی چیرمین یا عمومي رییس وټاکل شو.

د پاکستاني رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د یاد هېواد لومړي وزیر عمران خان لخوا د دې هيواد د کرکټ بورډ د رهبرۍ لپاره رميز راجا د ۳۶م مشر په توګه وټاکل شو.

رميز راجا د عمران خان سره تر ليدنو، کتنو وروسته د دغه مقام لپاره د رهبر په توګه د احسان ماني پرځای وټاکل شو او نوموړی به نور د پاکستان د کرکټ بورډ مشري په غاړه ولري.

د پاکستان د کرکټ بورډ د مشر احسان ماني دنده د اوسنۍ روانې مياشتې اګسټ په پنځويشتمه نېټه پای ته ورسېده، چې هغه تقریباً درې کاله دغه دنده وکړه او دغه چوکۍ یې رسماً رميز راجا ته وسپارله.

نهه پنځوس کلن راميز راجا، چې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه هم پاتې شوی دی، د ياد هيواد لپاره يې څوارلس کاله کرکټ کې ۲۵۵ نړيوالې لوبې ترسره کړي دي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …