کورپاڼه / خبرونه / جیو روټ د ای سي سي له لورې د اګست میاشتې غوره لوبغاړی ونومول شو

جیو روټ د ای سي سي له لورې د اګست میاشتې غوره لوبغاړی ونومول شو

د کرکټ نړیوالې ادارې (ای سي سي) د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې لپاره د انګلستان لوبډلې تکړه لوبغاړی جیو روټ د میاشتې غوره لوبغاړی اعلان کړ.

جیو روټ په دې وروستیو کې د هند پر وړاندې د ټیسټ لوبو په لړۍ کې ښه توپ وهنه وکړه او ترټولو ډېرې منډې یې وکړې، چې په دې ډېر ریکارډونه هم جوړ کړل.

لکه څنګه چې د کرکټ نړیواله شورا هره میاشت د غوره لوبغاړي د ټاکلو لپاره څو کسه انتخابوي، دا ځل یې د له انګلستان څخه جیو روټ، له هند څخه جسپریټ بومرا او له پاکستان څخه شاهین اپرېدی ټاکلی و.

اوسمهال د کرکټ نړیوالې ادارې پر خپله ټویټر لیکلي چې د میاشتني غوره لوبغاړي جایزه جیو روټ ګټلې، هغه د هند پر وړاندې په ټیسټ پرلپسې غوره توپ وهنه کړې او په اوو پاڼیو کې یې ۵۶۴ منډې جوړې کړې.

د یادولو وړ ده چې ای سي سي د میاشتې غوره لوبغاړی د کرکټ د مینوالو له رایې ورکولو وروسته ټاکي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …