کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان او محمد نبي له سنرایز حیدرآباد لوبډلې سره یوځای شو

راشد خان او محمد نبي له سنرایز حیدرآباد لوبډلې سره یوځای شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو پخوانی لوبډلمشر راشد خان او اوسنی لوبډلمشر دوبۍ کې دي او په آی پي ایل کې د لوبېدو لپاره کرنتین دی.

د هند سترې سوداګریزې لوبې (آی پي ایل)، چې د روانې سپتمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پېلېږي، د افغان لوبډلې درې لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجیب ځدران ورته اخیستل شوي.

د سنرایز حیدرآباد لوبډلې مسولین وایي چې هڅه کوي ترڅو لوبغاړو ته داسې چاپیریال رامنځته کړي، چې له ذهني پلوه لوبغاړي لوبو ته چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د آی پي ایل څوارلسم پړاو په نیمایي لوبو کې مجیب ځدران هم له محمد نبي او راشد سره یوځای د حیدرآباد لوبډلې برخه ول، خو اوس یې په اړه معلومات نشته چې له لوبډلې سره به یوځای شي او څنګه.

د یادولو وړ ده راشد خان، محمد نبي، قیس احمد، مجیب ځدران او نوین الحق هغه لوبغاړي دي، چې په سل بالیز لیګ هم ولوبېدل، چې له هغې ډلې نوین الحق د کرابین لیګ ته لاړ.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …