کورپاڼه / خبرونه / جدیجا: ډوهوني زما په کیریر په زړه پوری اغېز پرېوستلی دی

جدیجا: ډوهوني زما په کیریر په زړه پوری اغېز پرېوستلی دی

ټاکل شوې ده چې د هند غوره لیګ (IPL) څوارلسم پړاو پاتې ۳۱ لوبې د سپتمبر په ۱۹مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي. ټولې اته لوبډلې اوسمهال هلته سخت تمرینونه کوي.

په دې لوبډلو کې یوه د چینای سوپر کینګ لوبډله چې د پواینټونو په نوملړ کې دویم ځای لري. د چینای سوپر کینګ په بریا کې ددې لوبډلې الراونډر لوبغاړي رویندرا جدیجا مهم رول لوبولی.

جدیجا د چینای لپاره په توپ وهنه، توپ اچونه او توپ نېونه کې ډېر ښه تمام شو او د لوبډلې د لوبډلمشر ډهوني له لورې د لوبې ختمونکې لوبغاړي په توګه کارول شوی، خو تر اوسه یې هغه نه دی ناهیلی کړی.

هغه هیڅکله داسې توپ اچونه ونه کړه چې تر پوښتنې او په توپ وهنه کې یې د الراونډر لوبغاړي په توګه یې خپل شهرت ټینګ وساته. جدیجا ویلي:((زه د لوبو په پای ته رسولو خوښي احساسوم، اوس مې په ځان باور پیدا کړی او غواړم ځانته نور فرصتونه پیدا کړم. هر کله چې ماته د لوبې پای ته رسولو فرصت په لاس راشي نو لوبه ژوره اخلم.))

جدیجا وایي چې ډهوني په کیریر په زړه پوری اغېز لري او زیاته کړې یې ده:((ډهوني تل ماته وایي کله چې فرصت په لاس درځي، نو دا فکر کوئ چې یوازې پر تاسو فشار نه وي، بلکې په توپ اچونکې هم فشار وي، نو یوازې د ځان په اړه فکر مه کوه.))

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …