کورپاڼه / تجارتي ليګونه / په آی پي ایل کې د انګلستاني لوبغاړو د نه لوبېدو لامل څرګند شو

په آی پي ایل کې د انګلستاني لوبغاړو د نه لوبېدو لامل څرګند شو

د انګلستان کرکټ یو شمېر لوبغاړي، چې په دې وروستیو کې یې د هند په سترو تجارتي لیګ (آی پي ایل) کې له لوبېدو انکار وشو، اوس یې لامل څرګند شو.

د معلومات پر اساس ویل کېږې، چې د انګلستان یو شمېر لوبغاړو په دې سبب په آی پي ایل کې له لوبېدو انکار وکړ، چې د هند کرکټ بورډ له انګلستان څخه د وروستۍ ټیسټ لوبې د ځنډولو غوښتنه وکړه.

د هندي لوبډلې د مشر روزونکې روي شاستري او دریو کارمندانو د کرونا د مثبتو قضیو په سبب هند کرکټ بورډ غوښتنه وکړه، چې وروستۍ لوبه دې بل وخت وځنډوي.

که څه هم د ۳۱ میلونه پونډو په زیان انګلستان کرکټ بورډ د هند کرکټ بورډ غوښتنه ومنله، خو یو شمېر لوبغاړي یې په دې باور دي چې دغه لوبه د آی پي ایل په سبب ځنډېدلې ده.

د یادولو وړ ده، چې د انګلستان دوو لوبغاړو بین سټوکس او جوفرا ارچر له دې وړاندې په یاد لیګ کې د نه لوبېدو پرېکړه کړې وه، خو اوس جوش بټلر، کریس ووکس، ډیويډ ملان او جوني بیرسټو هم د نه لوبېدو پرېکړه کړې ده.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …