کورپاڼه / جالب / د امریکایي سندرغاړي ایلوس پریسلي ویښته په ۷۲۵ زره ډالر لیلام شو

د امریکایي سندرغاړي ایلوس پریسلي ویښته په ۷۲۵ زره ډالر لیلام شو

د مشهور امریکایي سندرغاړي ایلوس پریسلي، د ویښتو یوه وړه غوندې چونټکه تېره اوونۍ په لاس اینجلس کې په اوه سوه، پنځه ویشت زره ډالر لیلام شوه.

د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې د ویښتانو دغه چونټکه په یو لوښي کې په خوندي ډول ساتل شوې ده، چې ځینې آثار او تایید شوي اسناد هم ورسره دي، چې له مخې یې ثابتېږي چې دا ویښته د ایلوس پریسلي دي.

دا ویښته د ایلوس پریسلي د شخصي حجام هومر ګایل لینډ سره خوندي ول. هومر هغه شخص و چې له شل کلونو ډېره موده یې د هغه ویښتان جوړول.

له هغې وروسته هومر هغه ویښته راوخیسته او د ایلوس پریسلي یو همکار ملګري مورګن ته یې ډالۍ کړل، چې بیا تر ډېره وخته هغه سره ول او تېره اوونۍ لیلام شول.

په دې لیلامۍ کې د پریسلی لباس هم په ۱۲۵۰۰ ډالر لیلام شول. دغه راز په ۲۰۰۹ کال د هغه ویښته هم په پنځلس زره ډالر لیلام شوي ول.

دا هم ولولئ

هغه شخص، چې د لاسلیکونو ټاټوګان یې پر ملا جوړ کړي او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ

د امریکا د فلوریډا ایالت اوسیدونکې فنکي مټاس، چې پر ټولنیزو رسنیو ډېر وخت فعال …