کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ایرلېنډ په دریمه یوه ورځنۍ لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

ایرلېنډ په دریمه یوه ورځنۍ لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

د زمبابوې او ایرلېنډ ترمنځ د دریو یوه ورځنیو لوبو په دریمه او وروستۍ لوبه ایرلېنډ زمبابوې ته ماتې ورکړه او لوبلړۍ د ۱-۱ پر وړاندې په مساوپ ډول پای ته ورسېده.

دا لوبه چې د ایرلېنډ په کوربتوب ترسره شوه. د لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او میلمه زمبابوې یې د توپ وهنې لپاره راوبلله، چې هغوی د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډې وکړې.

د زمبابوې له لورې کریګ ارون ترټولو ښه وځلېده او ۵۷ منډې یې وکړې. د ایرلېنډ لخوا اندي میکبرین او جوش لیټل درې-درې، سیمي سینګ دوه او شان ګیټکیټ یوه ویکټ واخیسته.

لوبه د باران په سبب یو څه وځنډېده او په د (D/L) میتود په ۳۲ اورونو کې ۱۱۸ هدف کړ، چې ایرلېنډ د درې ویکټو په زیان په ۲۳ اور کې پوره کړ او زمبابوې ته یې په ۷ ویکټو او ۵۸ توپونو ماتې ورکړه.

د ایرلېنډ لخوا پال سټرلینګ ۴۳ او اندي بلبیرني ۳۴ منډې وکړې. د زمبابوې لخوا موزرباني او مسکدزا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. د لوبې غوره لوبغاړی میکبرین او د لوبلړۍ بیا ویلیم پوټرفیلډ وټاکل شو.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …