کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نیپال د امریکا کرکټ لوبډله له ماتې سره مخ کړه

نیپال د امریکا کرکټ لوبډله له ماتې سره مخ کړه

د نیپال او امریکا ترمنځ یوه ورځنۍ لوبه، چې د عمان په الامارت کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، نیپال د امریکا کرکټ لوبډله له ماتې سره مخ کړه.

ددې لوبې پچه د امریکا لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۰ منډې وکړې.

د امریکا له لورې مایننک پټیل ښه وځلېده او ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. د نیپال لخوا سندیپ لمیچاني، بیکرام سوب او سوشان بهاري دوه-دوه او کوشال مالا یوه ویکټ واخیسته.

د نیپال له لورې د ۲۳۱ منډو هدف د ۵ ویکټو په زیان په ۴۹ اورونو کې پوره کړ او امریکا ته یې په ۵ ویکټو او شپږو توپونو ماتې ورکړه.

د نیپال لخوا کوشال بورتیل ۸۴ او روهیت پاوډیل ۶۲ ناسوځېدلې منډې وکړې. د امریکا له لورې نیسراګ پټیل او نوشتوش دوه-دوه او او سوراب یوه ویکټ واخیسته.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …