کورپاڼه / ريکارډونه / کوانټن ډیکاک یو بل ویاړ هم پخپل نوم کړ

کوانټن ډیکاک یو بل ویاړ هم پخپل نوم کړ

د سویلي افریقا تکړه لوبغاړي کوانټن ډیکاک د ویکټ ساتونکې په توګه په شل اوریزو لوبو کې د ډېرو نیمه سلیزو وهونکو لوبغاړو په نوملړ کې لومړی مقام خپل کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې کوانټن ډیکاک تېره ورځ د سریلانکا پر وړاندې په دویمه لوبه کې نیمه سلیزه ووهله او ۵۸ ناسوځېدلې منډې وکړې او په دې سره هغه په شل اوریزو لوبو کې د یو ویکټ ساتونکې په توګه لس ترټولو ډېرې نیمه سلیزې ووهلې.

له کوانټن ډیکاک وروسته دویمه لوبغاړی د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی جوس بټلر دی، هغه هم د یو ویټ ساتونکې په توګه په شل اوریزو لوبو کې لس نیمه سلیزې وهلي دي.

په دریمه نمبر کې بیا د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی محمد شهزاد ځای لري، هغه که څه د افغانستان لپاره له یو له ډېرو منډو لرونکو لوبغاړو څخه دی، په شل اوریزو لوبو کې یې د ویټ ساتونکې په حیث نهه نیمه سلیزې وهلي او دریم ځای لري.

څلورم مقام بیا د پاکستان لوبډلې لوبغاړي محمد رضوان سره دی، هغه د ویکټ ساتونکې په توګه اته نیمه سلیزې لري او پنځم مقام بیا له نیوزیلېنډي برینډن مکالم سره دی، هغه د ویټ ساتونکې په توګه په شل اوریزو لوبو کې اوه نیمه سلیزې لري.

دا هم ولولئ

شاهد اپریدي د خپلې لور لپاره له مینې ډک پیغام خپور کړی

د پاکستان کرکټ لوبډلي پخواني پښتون لوبډلمشر شاهد اپریدي د خپلې دریمې لور د کلیزې …