کورپاڼه / روغتيا / تر ډېره ناست د انسان پر روغتیا څه اغېز لري؟

تر ډېره ناست د انسان پر روغتیا څه اغېز لري؟

په اوسني دور کې تقریباً هر شخص د ورځې ډېره برخه په ناسته تېروي، هغه په کور کې وي یا په دفترې خو ناسته یې عادت ګرځېدلي وي. هغه کسان چې په کور کې وي هغوی د موبایل استعمال په سبب له تګ څخه لوېدلي او ټوله ورځ ناست وي.

دغه راز هغه کسان چې په دفتر کې وي، هغوی د کار په سبب ډېر وخت قدم وهنه نه شی کولی چې بیا ورته زیانمن تمامېږي، خو آیا پوهېدئ چې تر ډېره ناسته څومره خطرناکه وي؟

که چېرته تر ډېره وخته پورې په یو پوزیشن کېنو په پایله کې مو د سترګو پر شاوخوا حلقې پیدا کېږي یا پړسېږي او ترڅنګ یې که چېرته تر ډېره کېنو د هضم ستونزه راپیدا کېږي او قبض ناروغي رامنځته کوي.

که چېرته ورزش ونه کړو او د ناستې عادت خپل کړو نو د مفصلونو یا بندونو درد راته پیدا کېږي او په چاغښت مو هم اخته کوي. دغه راز ګردې هم خپل فعالیت په سم ډول نه ترسره کوي.

څېړونکې ثابته کړې چې تر ډېره ناسته د ژور خپګان لامل کېږي او د سرطان او زړه ناروغیو لامل هم کېږي او که چېرته دغه عادت پرېنږدو نو په ذهني وړتیاوو به مو هم اغېز پرېوځي.

دا هم ولولئ

بسترې ته په ځنډ سره تلل زموږ پر دماغي او بدني وړتیاوو اغېز کوي

موږ ټول په دې اړه ډېر غږیدلي یو چې باید مناسب خوب وکړو او د …