کورپاڼه / هنر او کلتور / د سلمان خان (ټایګر۳) فلم د شوټنګ پرمهال د نڅا ویډیو خپره شوه

د سلمان خان (ټایګر۳) فلم د شوټنګ پرمهال د نڅا ویډیو خپره شوه

د هندي سینما مخکښ اداکاره سلمان خان، چې اوسمهال په ترکیه کې د خپل نوي فلم په شوټنګ بوخت دی، اوس یې د نوي شوټنګ پرمهال د نڅا ویډیو خپره شوې ده.

اوسمهال سلمان خان له کترینه کیف سره په ترکیه کې دی، چېرته چې هغوی د یش راج فلمز تر بینر لاندې د (ټایګر) د لړۍ دریم فلم (ټایګر۳) په شوټنګ بوخت دی او له هغې وروسته به روسیې ته لاړ شي.

په ترکیه کې د (ټایګر۳) د یوې مشهورې سندرې شوټنګ بشپړېدو وروسته د سلمان خان مینوالو غوښتنه وکړه، چې نڅا وکړي، چې بیا هغه نڅا وکړه او ویډیو یې پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس شوه.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Filmfare (@filmfare)

 

یو مینوال سلمان خان نڅا ته په غبرګون کې ویلي چې سلمان خان اوس هم په هماغه ځواک سره نڅا کوي لکه څنګه چې یې د (مج سی شادي کروګي) فلم کې یې کاوه.

د یادولو وړ ده، کله چې سلمان خان له ممبۍ څخه د ټایګر۳ شوټنګ ته روان شو، نو د امیني کسانو لخوا ودرول شو، چې بیا وروسته هغه مسول ډېر وستایل شو.

دا هم ولولئ

نرګس فخرې له اودی چوپړا سره په نږدې اړیکو چوپتیا ماته کړه

امریکایي نژاده د بالیووډ اداکاره نرګس فخري له اداکار او پروډیوسر اودی چوپړا سره پر …