کورپاڼه / خپلواک / اُروشي روټيلا هارديک پانډيا ته: خپل کرکټ ته دې پام وکړه
اُروشي روټيلا او هارديک پانډيا

اُروشي روټيلا هارديک پانډيا ته: خپل کرکټ ته دې پام وکړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٩ نومبر ٢٠١٩): د هندي فلمونو ښايستوکې فلمي ستورې اُروشي روټيلا د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هارديک پانډيا ته مشوره ورکړې ده، چې خپل ټول پام دې خپل کرکټ ته وکړي، ځکه هغه هم خپل کار ته جدي ده او غواړي چې خپل ټول پام خپلو کارونو ته وکړي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، د هندي فلمونو ښايستوکې اداکارې اُروشي روټيلا د بوني کپور سره يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوه، چې خلکو ډېره لاس په لاس کړه، همدا راز له هغه وروسته ورپسې د اُروشي روټيلا او د کرکټ لوبغاړي هارديک پانډيا د مينې کيسه هم په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوه، چې دواړه د يو بل سره مينه کوي.

خو اُروشي روټيلا په دغه تړاو خپله خاموشي ختمه کړه او وې ويل، چې د هغې او بوني کپور ويډيو په غلط ډول خپره شوې ده او خلکو په غلط انداز اخيستې ده.

دواړو په يو واده کې ګډون کړى و، چې هلته يې د رسنيو د په وينا ګډ انځورونه هم اخيستي و، خو د ويډيو خپرېدو وروسته خلکو وويل، چې بوني کپور په غلط ډول اُروشي روټيلا ته لاس وروړى دى، خو اُروشي روټيلا په دې اړه په خپلو خبرو وويل، چې بوني کپور داسې سړى نه دى او هغه ډېر ښه انسان دى. هغې وويل چې په هغه وخت کې يې له بوني کپور سره د فلم په اړه خبرې اترې کولې.

اُروشي همدا راز وويل، چې هغه په دې هېڅ بد نه ګڼي چې خلک يې په وړو کاليو اغوستو تر نيوکو لاندې نيسي يا هم د هغه د کار په اړه کومه غلطه تبصره کوي، خو وايي چې پر بوني کپور په نيوکو سخته خپه شوه.

د هارديک پانډيا سره د خپلې يارانې په اړه اُروشي روټيلا نيوز ١٨ ټلويزيون ته وويل، چې له هارديک پانډيا سره يې هېڅ يارانه نه ده روانه او اوس مهال غواړي چې خپل ټول پام خپلو کارونو ته وکړي. هغې همدا راز هارديک پانډيا ته هم نصيحت وکړ، چې د هغه لپاره به ډېره ښه وه چې خپل ټول پام خپل کرکټ ته وکړي.

اُروشي روټيلا همدا راز زياته کړه، چې اوس مهال يې له هيچا سره يارانه نشته دى او هغه اوس بېخي يوازې ده.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …