کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نن په کرابین لیګ کې نیمه پایلوبې ترسره کېږي

نن په کرابین لیګ کې نیمه پایلوبې ترسره کېږي

د کرابین لیګ د لومړي پړاو دیرش لوبې، چې د شپږ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، پای ته ورسېدې، چې نن ورځ یې به د نیمه پایلوبې لوبې ترسره شي.

په دې لوبو کې ټرېنیباګو نایټ رایډرز لس لوبې وکړې، چې شپږ یې وګټلې او څلور یې بایللي دي لومړی مقام یې خپل کړ. دویم مقام له ګیانا امازون سره دی، چې په لس لوبو کې شپږ ګټلي او څلور یې بایللي.

په دریم مقام کېټس پاټوریټس هم په لسو کې شپږ ګټلي او څلور یې بایللي دي. دغه راز څلورم مقام بیا د سېنټ لوشیا کینګز سره دی، چې په لس لوبو کې یې پنځه ګټلي او پنځه بایللي دي.

نن به په لومړۍ نیمه پایلوبه کې ټرېنیباګو نایټ رایدرز او سېنټ لوشیا کینګز لوبډله سره مخ شي، چې دواړه لوبډلې به د افغانستان پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې سره مخ شي.

دغه راز په دویم نیمه پایلوبه کې به د نوین الحق لوبډله (ګیانا امازون) او کېټس پاټوریټس سره مخ شي، چې دا لوبه به د شپې په ۱۱:۳۰ بجو ترسره شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …