کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بنګله دېش د افغانستان نولس کلنو ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

بنګله دېش د افغانستان نولس کلنو ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او بنګله دېش نولس کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په دریمه لوبه کې بنګله دېش، افغان نولس کلنو ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه.

دغه لوبه چې د بنګه دېش په کوربتوب په سیلیحت کرکټ لوبغالي ترسره کېږي، د لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه.

بنګله دېش نولس کلنو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۲ منډې وکړې او افغانستان نولس کلنو لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه.

د بنګله دېش لپاره ترټولو ښه توپ وهنه ایچ مولا وکړه، هغه سلیزه ووهله او ۱۰۸ منډې یې وکړې. دغه راز عبدالله المامون ۳۲ ناسوځېدلې او موفجل الاسلام ۲۷ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لورې فیصل خان احمدزی ښه توپ اچونه وکړه، هغه درې بنګله دېش لوبغاړي وسوځول. دغه راز نوید ځدران، اظهارالحق نوید او اعجاز احمد بیا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …