کورپاڼه / جالب / د میاشت یا سپوږمۍ او خوب ترمنځ حیرانوونکې اړیکه موندل شوې

د میاشت یا سپوږمۍ او خوب ترمنځ حیرانوونکې اړیکه موندل شوې

د میاشت له پیدا کېدو نېولې تر څوارلسمې سپوږمۍ پورې دورانیه په ځانګړي توګه د نارینه وو پر خوب اغېزې پرېباسي، خو پر میرمنو یې اغېز کم وي.

د سویډن د اپسالا پوهنتون ساینسپوهانو پر ۴۹۲ ښځو او ۳۶۰ نارینه وو څېړنې کړي، چې پایلې یې له مخکینو مشاهدو یو څه بېلې او مختلفې وې. ځینې کسان په دې فکر دي چې د میاشت یا سپوږمۍ اولنۍ دوه اوونۍ د انسان خوب اغېزمنوي خو ځینو بیا ورسره موافق نه دي.

د میاشت راختلو دې عمل ته (ویکسنګ) وایي، چې په دې کې منعکس کېدونکې رڼا ډېرېږي او په دې دوران کې د شپې تر ډېره رڼا ښکاري او څېړونکو په دې شپو کې د ښځو او نارینه وو خوبونه وکتل.

په دې دوران کې د نارینه وو خوبونه اغېزمن شوي ول او د میاشت وروستیو ورځو کې بیا تجربه وشوه، خو په هغې شپو کې یې نه د نارینه او نه د ښځینه وو په خوبونو اغېز ښیندلی و.

تر اوسه پورې لا نه ده څرګنده شوې چې ددې لامل به څه وي خو د میاشت په غټېدو سره یې رڼا د دماغو پر کیفیت اغېز پرېباسي او خوب اغېزمنوي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …