کورپاڼه / خبرونه / سارو ګنګولي: د وروستۍ ټیسټ لوبې لغوه کېدل آی پي ایل پورې تړاو نه لري

سارو ګنګولي: د وروستۍ ټیسټ لوبې لغوه کېدل آی پي ایل پورې تړاو نه لري

د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي ویلي دي، د هند او انګلستان ترمنځ د ټیسټ لوبلړۍ وروستۍ لوبې په لغوه کېدو کې د هند غوره لیګ (آی پي ایل) هیڅ رول نه لري.

سارو ګنګولي له یوې هندي ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې هندي لوبغاړو د کورونا وبا د خطر په سبب له وروستۍ لوبې له کولو انکار وکړ او په پرېکړه کې راتلونکې آی پي ایل لوبو هیڅ رول نه دی لرلی.

هغه ویلي چې لوبغاړو له لوبېدو انکار کړی و، خو تور پرې نه شي پورې کېدلی. هغه وایي چې د لوبغاړو ډاکتر لوبغاړو سره نږدې ناسته پاسته لرله او کله چې د هغه ټیسټ مثبت و، نو لوبغاړو اندیښنه څرګنده کړه چې دوی به هم کرونا شي.

د یادولو وړ ده چې د انګلستان لوبډلې پخواني لوبډلمشر د وروستۍ ټیسټ لوبې د لغوه لېدو لامل آی پي ایل یاد کړی و او ویلي ول چې هندي لوبغاړي له آی پي ایل وړاندې له کرونا څخه په وېره کې دي.

د انګلستان کرکټ بورډ اجرایوي رییس ټام هیریسن هم ویلي ول چې د پنځمې ټیسټ لوبې لغوه کېدل له آی پي ایل سره هیڅ تړاو نه لري.

دا هم ولولئ

آی سي سي لوبغاړو او کارمندانو ته اجازه ورکړه چې د نړیوال جام پرمهال کورنۍ له ځان سره ساتلی شي

ټاکل شوې ده چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د راتلونکې اکتوبر میاشت په …