کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې د ویښتانو پرځای د سرو چین ایښی دی

هغه شخص چې د ویښتانو پرځای د سرو چین ایښی دی

ځینې کسان داسې هم شتون لري چې د ځانګړي ښکاره لېدو لپاره پر ځان په زړه پورې کارونه کوي او دا کارونه بیا داسې وي چې نور خلک ورته حیران پاتې کېږي.

همدغسې یو شخص درویشت کلن شخص، چې ډین سور نومېږي او د مکسیکو اوسیدونکی دی، له عملیاتو وروسته د خپلو ویښتانو پرځای په سر کې د سرو چاینونه لګولي دي.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي چې ډین سور دغه عملیات په اپریل کې ترسره کړي او ادعا کوي چې لومړی شخص دی چې دا ډول عملیات یې کړي.

هغه ویلي چې زه د عامو خلکو په څېر نه غواړم چې له ویښتو سره مړ شم او ما غوښتل چې یو څه ځانګړتیا ولرم، نو ځکه مې ذهن ته دغه طریقه راغله او عملیات مې وکړل، هیله ده چې څوک زما تقلید ونه کړي.

ډین سور په ټولنیزو رسنیو هم ښه شهرت لري او پر ټیک ټاک یې مینوال تر دوه میلونو او په انستاګرام زرګونه مینوال لري.

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …