کورپاڼه / جالب / پر پینګوین د فضایي الوتونکې فکر کېږي

پر پینګوین د فضایي الوتونکې فکر کېږي

پینګوین یو ډول مشهور الوتونکی دی، چې الوت نه شي کولی، خو ددې الوتونکې په فاضله مواد کې یو ډول داسې کیمیاوي مواد موندل شوي، چې دغه الوتونکی یې له فضایي مخلوق سره ورته ګڼلی دی.

د ډیلي سټار د راپور پر اساس ویل کېږي چې څېړونکو د یوې څېړنې له پایلو معلومه کړې چې د پینګوین په فاضله موادو کې داسې کیمیاوي موندلي چې هغه په اصل کې پع زهره سیارې کې موندل کېږي.

له دې موندنې شک پیدا کېږي، چې ممکن پینګوین د ځمکې الوتونکی نه وي بلکې دا یو فضایي الوتونکی دی چې له زهره سیارې څخه په څه ډول ځمکې ته راغلی دی.

راپور زیاتوي چې د پینګوین په فاضله موادو کې د فاسفین په نوم کیمیاوي مواد موندل شوي. حیرانوونکې په دې اړه د حیرانتیا احساس کوي او وایي چې دا څنګه ځمکې ته راغلي، حال دا چې زهره له ځمکې تر ۳۸ میلونه کیلو میتره لېرې پرته ده.

په زهره کې دغه کیمیاوي مواد د ګیس په شکل موجود دي، چې ډېر توند بوی لري. په دې اړه ډاکتر ډیو کلیمنټس وایي چې:((د پینګوین په فاضله موادو کې د فاسفین شتون رښتیا دی خو په دې اړه معلومات چې د پینګوین دننه دغه مواد څنګه پیدا کېږي.))

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …