کورپاڼه / جالب / د نړۍ هغه پنځه حیرانوونکې سیمې، چېرته چې تر څو ورځو لمر نه ډوبېږي

د نړۍ هغه پنځه حیرانوونکې سیمې، چېرته چې تر څو ورځو لمر نه ډوبېږي

له نیکه مرغه افغانستان د نړۍ له هغې برخې څخه دی، چې د کال څلور فصلونه لري، د ورځې یې لمر راخېژې او د شپې پرمهال آسمان له ستورو ډک وي. خو په دې نړۍ کې داسې ځایونه هم شته چې هلته بیا داسې کیسې نه وي، یو ځل چې لمر راوخېژي بیا نه ډوبېږي.

ناروې: ناروې ته د نیم لمر ځمکه وایي او په دې هېواد کې د سولباد په نوم یوه داسې سیمه هم شته چې د میۍ، جون او جولایۍ په میاشت کې ۷۶ ورځې لمر راخېژې او په دې دوران بېخي ډوبېږي هم نه.

کاناډا: د کاناډا په شمال لویدیځ کې د نیووک په نوم یو کوچنی ښار دی، چې په اوړي کې پوره پنځوس ورځې، ورځ وي ځکه چې په دې دوران لمر نه ډوبېږي او په ډسمبر کې بیا د دیرش ورځو په اندازه اوږه شپه هم لري.

آیسلینډ: دا هېواد له بریتانیې وروسته د نړۍ ترټولو لوی ټاپو ډولی هېواد دی، چې د ښکلو منظرو په سبب ورته جنت هم ویل کېږي، په دې هېواد کې د جون په میاشت کې لمر نه ډوبېږي.

الاسکا: په الاسکا کې یو کوچنی ښارګوتی دی، چې په شمال کې یې موقیعت لري، هلته له میۍ واخله تر جولایۍ پورې لمر نه ډوبېږي او کله چې نومبر شي د ۶۰ ورځو اوږه شپه یې پیل شي.

فنلینډ: د کوچنیو سلګونو ټاپوګانو لرونکی هېواد فنلینډ په اوړي کې پوره ۷۳ ورځې لمر نه ډوبېږي.

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …