کورپاڼه / سياست او روانې چارې / امرالله صالح: زه چېرته نه یم تښتېدلی او نه یې اراده لرم

امرالله صالح: زه چېرته نه یم تښتېدلی او نه یې اراده لرم

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح تاجکستان ته د تښتې راپورونه رد کړل او ویلي یې دي، چې چېرته نه دی تښتېدلی او اراده یې هم نه لرم.

امرالله صالح یو له هغه کسانو له جملې څخه دی، چې په پنجشیر ولایت کې د ط..ال..بانو پر وړاندې مقاومت پیل کړ او له هماغه ځایه یې د مقاومت په اړه خبرې کولې.

بل لوري ته ط..ال..بان د پنجشیر د بشپړ نېولو خبر ورکوي او خو د مقاومت جبهه بیا د هغوی دا خبرې ردوي او وایي چې اوسمهال هم د مقاومت جبهه د ط..ال..بانو پر وړاندې په پنجشیر کې مقاومت کوي.

د امرالله صالح په اړه راپورونه خپاره شول چې د پنجشیر له سقوط څو ورځې وړاندې تاجکستان ته تښتېدلی، خو صالح وایي چې زه نه یم تښتېدلی، همدلته یم او په دې خاوره کې به خښېږم او د ژوند تر پایه به د ځان د عزت ساتلو لپاره جنګ کوم.

هغه ط..ال..بانو ته په خطاب کې زیاته کړې ده، ښایي چې له سنګره به لېرې وم خو زموږ مقاومت هیڅکله پای نه دی موندلی او تاسې د ژوند ترخو ورځو ته په تمه اوسئ.

دا هم ولولئ

په ننګرهار کې یو ملي سوداګر په شخصي پانګونه د لومړي ځل لپاره د اوبو حوض جوړ کړ

په ننګرهار کې یو ملي سوداګر د شپږ سوه زرو ډالر په لګښت په شخصي …