کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د افغانستان نولس کلنو د دریم ځل لپاره هم ستره ماتې وخوړه

د افغانستان نولس کلنو د دریم ځل لپاره هم ستره ماتې وخوړه

د افغانستان او بنګله دېش نولس کلنو لوبډله ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په دریمه لوبه کې هم افغان نولس کلنې لوبډلې ستره ماتې وخوړه.

دغه لوبه چې د بنګه دېش په کوربتوب په سیلیحت کرکټ لوبغالي ترسره شوه، د لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه. بنګله دېش نولس کلنو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۲ منډې وکړې او افغانستان نولس کلنو لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه.

د بنګله دېش لپاره ترټولو ښه توپ وهنه ایچ مولا وکړه، هغه سلیزه ووهله او ۱۰۸ منډې یې وکړې. دغه راز عبدالله المامون ۳۲ ناسوځېدلې او موفجل الاسلام ۲۷ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لورې فیصل خان احمدزی ښه توپ اچونه وکړه، هغه درې بنګله دېش لوبغاړي وسوځول. دغه راز نوید ځدران، اظهارالحق نوید او اعجاز احمد بیا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

افغان لوبډلې د بنګله دېش د ۲۲۳ منډو په ځواب کې   ۱۰۱ منډه وکړه او د ۱۲۱ منډو په توپیر یې ستره ماتې وخوړه، چې بلال سعیدي ۲۱ منډې وکړې. د بنګله دېش لخوا نعیم الرحمن ۵، ریفین مندول ۳ او عارف الاسلام ۲ ویکټې واخیستې.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …