کورپاڼه / جالب / هغه دوه کوترې چې ډېر شاهانه ژوند لري

هغه دوه کوترې چې ډېر شاهانه ژوند لري

په بریتانیې کې یو میرمنې دوه داسې کوترې ساتلي دي، چې په کلني ډول پرې ۴۰۰۰ زره بریتانوي پونډه مصرف کوي او ډېر ځواکمن او غذاییت لرونکې خواړه پرې خوري.

دغه راز یو ځانګړې کوټه یې ورته جوړه کړې ده، چې هلته د پمپر ډول د لباسونو المارۍ هم شتون لري او دواړه ډېر نرم بستر هم لري او د چکر لپاره یې ورته د ماشومانو په څېر کوچنی موټر هم اخیستی دی.

دغه کوترې موس او سکایي نومېږي او څښتنه یې میسي پرې ډېره خرچه کوي. درویشت کلن میسي وایي چې کوترې یې د کور څنګ ته موندلې وې او له هماغه راهیسې یې د ساتنې فکر وکړ.

په ټوله نړۍ کې ځنګلي کوترو ته الوتونکې موږکان هم ویل کېږي، ځکه چې دوی د کوچنیو الوتونکو لپاره زیان رسونکې وي خو میسي وایي چې دغه الوتونکې مینه ناک دي او باید مینه ورسره وشي.

دغه کوترې له دوه درجنو ډېر لباسونه لري، چې قیمت یې له ۴۰-۵۰ ډالرو پورې دي، دوی شاهانه ژوند کوي او خلک ورته لوړ بیه ډالۍ هم لري.

دا هم ولولئ

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي …