کورپاڼه / بېلا بېل / امریکایي سندرغاړې له یو مسلمان سره کوژده وکړه

امریکایي سندرغاړې له یو مسلمان سره کوژده وکړه

امریکایي پاپ ستورې برټني سپیرز له ایراني نژاده مسلمان ځوان سیم اصغري سره کوژده وکړه.

د بي سي سي د راپور پر اساس ویل کېږي چې برټني سپیرز له خپل پخواني ملګري سره د کوژدې اعلان وکړ او پر انستاګرام یې اعلان کړی دی او د برټني په ګوته کې ګوتمۍ ښکاري.

د اصغري د دفتر مشر برینډن کوهن له پیپل ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې دواړه کوژده کړې ده او پخوانۍ ملګرتیا یې په یوه ښکلې اړیکه بدل کړي دي.

د برټني او سیم لومړنۍ لېدنه په ۲۰۱۶ کال د موسیقۍ د یو مجلس پرمهال وشوه او له هغې وروسته یې لېدنې پیل کړې. اصغري د ایران پع پایتخت تهران کې زېږېدلی او د دولس کلونو په عمر له کورنۍ سره امریکا ته لاړ.

بل لوري ته د برټني سپیر د کوژدې په اړه، چې له ځان څخه یې ځوان او مسلمان سره کړی ده، هم په ټولنیزو رسنیو تبصرې کېږي او ډېرو ویلي چې دغه هلک برټني له ژور خپګان څخه وژغورله.

دا هم ولولئ

په تورو مرچو ځان له بده نظره وساتئ

تور مرچ له کورونو څخه د حشراتو په ورکولو، د بد نظر په لېرې کولو، …