کورپاڼه / روغتيا / ذهني فشار د وینې فشار هم لوړوي او خطرناک تمامېږي

ذهني فشار د وینې فشار هم لوړوي او خطرناک تمامېږي

که چېرته تاسې ډېر وخت د ذهني فشار لاندې یئ، نو په پایله کې د وینې فشار هم لوړېږي، چې په پایله کې د زړه حملې او فلج په څېر د خطرناکو ناروغیو لامل کېږي.

د یوې نوې څېړنې پر اساس ویل کېږي چې هغه کسان چې ډېر وخت د ذهني فشار لاندې وي هغوی کې څلورمه برخه کسان د وینې له لوړ فشار سره مخ کېږي.

څېړنه وایي چې د کورټیسول هورمون، چې د ذهني فشار په وخت افرازېږي، که چېرته ډېر شي نو د فلج، زړه حملې او د زړه ناروغیو خطر یې د نورو په پرتله ډېرېږي.

څېړونکې وایي چې ذهني فشار، ژور خپګان، ناراحتي، غوسه او د ژوند په اړه د منفي نظریو لرل نه یوازې د خلکو خوښي ختموي بلکې پر روغتیا او عمر مو هم اغېزې پرېباسي.

دوی وایي چې له څېړنو یې موندلې چې د ذهني روغتیا منفي عناصر لکه ذهني فشار او د زړه شریانونو اړوند ناروغیو ترمنځ واضحه اړیکه موجوده ده او ښه خبر دادی چې د ذهني روغتیا په ښه والي سره د زړه روغتیا هم ښه والی مومي.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …