کورپاڼه / بېلا بېل / هغه پوښتنه چې باید په لومړۍ لېدنه کې باید ونه شي

هغه پوښتنه چې باید په لومړۍ لېدنه کې باید ونه شي

کله چې یو هلک او انجلۍ لومړۍ لېدنه کوي، نو د نورو پوښتنو ترڅنګ یوه داسې پوښتنه هم شته چې هیڅکله باید ونه شي خو تقریباً هر یو همدا پوښتنه کوي، چې نن به په اړه له یو تجربه لرونکې شخص خبرې واورو.

دی سن د راپور پر اساس ویل کېږي چې د لورین ونډل په نوم یوه ښځینه کارپوهې ویلي دي، چې تاسې د ژوند له ملګرې/ملګري چې ممکن شي مو، هیڅکله دا پوښتنه مه کوئ چې د هغه څه ډول ملګري ته اړتیا ده؟

یا هغه د کوم ځانګړتیاوو لرونکی ملګری/ملګرې خوښوي، په عام ډول د کوم ډول شخص په لټه کې ده؟ دا یوه داسې پوښتنه ده چې هر څوک یې پوښتي خو باید ووایم چې پر همدې د اړیکې بربادۍ بنسټ ایښودل شوی دی.

دا پوښتنه دا مانا لري چې تاسې له مقابل شخص پوښتئ چې:((ما کې تاسې څه لېدل غواړئ؟)) کله چې هغه خوښ او ناخوښ درته ووایي نو د ځان د بدلون هڅه کوئ، غواړئ د ویښتانو رنګ یا کوم بل بدلون ځان کې راولئ.

که چېرته داسې دا کار وکړئ نو اړیکه به مو په پیل کې تباه شي ځکه چې تاسې په ځان باور له لاسه ورکوئ، نو تاسې چې هر څه یئ په هماغه حالت کې ځان وړاندې کړئ او هیڅکله دا پوښتنه مه کوئ.

دا هم ولولئ

په تورو مرچو ځان له بده نظره وساتئ

تور مرچ له کورونو څخه د حشراتو په ورکولو، د بد نظر په لېرې کولو، …