کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د اکتوبر په ۱۷مه نېټه آی پي ایل ته د دوه لوبډلو اضافه کېدو بولي ترسره کېږي

د اکتوبر په ۱۷مه نېټه آی پي ایل ته د دوه لوبډلو اضافه کېدو بولي ترسره کېږي

د هند کرکټ بورډ پرېکړه کړې ده، چې د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د آی پي ایل لپاره د دوو نورو لوبډلو د زیاتولو لپاره بولي ترسره کړي.

لکه څنګه چې د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ ترسره کېږي، نو په همدې ورځ به په متحده عربي اماراتو یاهم په عمان کې آی پي ایل ته دوه لوبډلې اضافه شي.

له دې وړاندې په آی پي ایل لوبو کې اته لوبډلو برخه درلوده، چې څوارلس لوبې به یې کولې، چې اوه لوبې به یې په خپل ښار او اوه نورې به یې په بل ښار کې ترسره کولې.

اوس به هم لکه د تېر په څېر یوه لوبډله اوه لوبې پخپل ښار او اوه د نورو لوبډلو په ښارونو کې ترسره کوي یاهم اتلس لوبې به کوي، چې نهه به یې خپل ښار او نهه به د نورو لوبډلو په ښارونه کې ترسره کوي.

د یادولو وړ ده، چې د دواړو نوو لوبډلو د اضافه کولو او لومړنۍ چارې بشپړې شوي او د دواړو لپاره یې ښارونه هم ټاکلي چې بولي به یې د نړیوال جام د پیل په ورځ ترسره شي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …